کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولایت کې پر ۵۶۰ معلولینو او اړمنو ښځو کمپلې وویشل شو

7 قوس 1403 ساعت 10:05

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د علمي څېړنو او ټولنې د پراختیا ادارې (ORCD) د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې پر ۵۶۰ معیوبو، امیندوارو او اړمنو مېرمنو کمپلې وېشلې دي.


آوا - مزار شریف: د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۵ مه) د ORCD موسسې په معلولینو، امیندوارو او اړمنو ښځو ژمنۍ کمپلې وویشل.
خبرپاڼه کاږي، چې د دغه پروګرام موخه د ژمي په موسم کې له اميندوارو، معيوبو او اړمنو مېرمنو ملاتړ او له يخنۍ څخه د هغوى ساتنه ده.
له بلې خوا د دغه بهیر ګټه اخیستونکو وویل: موږ د حکومت او د هغې د همکارې موسسې دغه اقدام ستایو ځکه چې د ژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ کیږو.
د يادونې وړ ده، چې چهاربولک د هېواد په شمال کې د بلخ ولايت يوه له محرومو ولسواليو څخه ده.


د مطلب کود: 301366

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301366/په-بلخ-ولایت-کې-پر-۵۶۰-معلولینو-او-اړمنو-ښځو-کمپلې-وویشل-شو

آوا
  https://www.avapress.net