دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 207517
کورونا ویروس: امریکا د مړینې له اړخه تر ټولو مخکې شوه
امریکا د کورونا ویروس له کبله د زیاتو قربانیانو په درلودو تر ايټالیا مخکې شوه او د نړۍ لومړنی هېواد شو چې کورونا ویروس پکې ډېر کسان وژلي دي. د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې په دې هېواد کې څه باندې ۲۰ زره کسانو د کورونا ویروس له امله ژوند بایللی دی. په امریکا کې د قربانیانو شمېر شل زره او ۵۰۶ خو په ایټالیا کې بیا د قربانیانو شمېر ۱۹۴۶۸ ښودل شوی دی.

دا شمېرې داسې مهال خپریږي چې امریکا هغه لومړنی هېواد هم دی چې یوه شپه او ورځ پکې څه باندې دوه زره کسان هم وژل شوي دي.
د نیویارک والي اندرو کومو ویلي، ښکاري چې د قربانیانو شمېرې همداسې ثابتې پاتې شي.
هغه ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا ویروس د وژل شویو شمېر ۷۸۳ تنه وو او په وینا یې دا شمېرې له څو ورځو راهیسې یو شان پاتې دي.
 
https://avapress.com/vdchzqniq23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته