دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 294016
اسلامي امارت په بهر کې د میشتو افغانانو د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال د دفتر عمومي رييس د ابن سينا ​​د څېړنيز او پراختيايي مرکز له مشر سره په کتنه کې په بهر کې له مېشتو افغانانو او نړيوالو خيريه موسسو څخه وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د خلکو لپاره کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: درئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د دفتر عمومي رييس مولوي ذاکر الله ذاکر د ابن سينا ​​د څېړنيز او پراختيايي مرکز له مشر سره په کتنه کې په بهر کې له مېشتو افغانانو او نړيوالو خيريه موسسو څخه وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د خلکو لپاره کار وکړي.

په دې کتنه کې د ابن سینا د څیړنیز مرکز مشر وویل چې یو شمیر بهرني پانګوال او کارپوهان چمتو دي چې افغانستان ته راشي او افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

مولوي ذاکر وویل چې اسلامي امارت د ټولو هغو پانګوالو او کارپوهانو ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی چې د افغانستان په بیارغونه کې مثبت رول لوبوي.

نوموړي په بهر کې له مېشتو افغانانو او له نړيوالو خيريه موسسو وغوښتل چې افغانستان ته راشي او دلته د خلکو لپاره کار وکړي.
https://avapress.com/vdchzkni-23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته