افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو شمېر چینايي پانګوالو د دغه وزارت د صنایعو له وزیر مولوي احمدالله زاهد سره په کتنه کې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید او د کرنې د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال هم له دوی سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
بايد يادونه وشي چې چين د هېواد د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پانګونه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د امنیت له تامین وروسته ډېرو هېوادونو په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.