افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کارین ډیکر له خبریالانو سره په یوه مجازی ناسته کې د دوحې د څلورمې ناستې د ترسره کیدو اعلان وکړ.
نوموړي په دوحه کې درېيمې غونډې ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې د دې غونډې ګډونوالو سرپرست حکومت ته خبردارى ورکړ، چې افغانستان به د نيمايي نفوس په ويستلو سره پرمختګ ونه کړي.
دغه امریکايي چارواکي د وخت او د هغې د ګډونوالو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې د دوحې دریمه ناسته د ۲۰۲۴ کال د جولای په لومړۍ نیټه د سیمې او نړۍ د ډیرو هیوادونو د خاصو استازو او د اسلامي امارت د پلاوي په شتون سره ترسره شوه.