افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خالد حنفي په دې کتنه کې له دوی څخه وغوښتل چې خپل نور پخواني همکاران هم هیواد ته راستانه کړي.
هغه وویل چې هیڅوک نه غواړي او ټول "افغانان" هیواد ته راستانه شي.
د یادولو وړ ده چې په هیواد کې د اسلامي امارت د بیا پیلیدو نه وروسته د اسلامي امارت مشر د پخواني رژیم د ټولو کارکوونکو لپاره عمومي عفوه اعلان کړه.
د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا سلګونه پخواني چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.