کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خالد حنفي: "اسلامي امارت" عمومي بښنې ته ژمن دی

2 اسد 1403 ساعت 15:23

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د تېر حکومت له پوځي چارواکو سره په کتنه کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت عفوې ته ژمن دی.


آوا - کابل: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خالد حنفي په دې کتنه کې له دوی څخه وغوښتل چې خپل نور پخواني همکاران هم هیواد ته راستانه کړي.

هغه وویل چې هیڅوک نه غواړي او ټول "افغانان" هیواد ته راستانه شي.

د یادولو وړ ده چې په هیواد کې د اسلامي امارت د بیا پیلیدو نه وروسته د اسلامي امارت مشر د پخواني رژیم د ټولو کارکوونکو لپاره عمومي عفوه اعلان کړه.

د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا سلګونه پخواني چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 294020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294020/خالد-حنفي-اسلامي-امارت-عمومي-بښنې-ته-ژمن-دی

آوا
  https://www.avapress.com