افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له یو میلیارد افغانیو څخه زیاتې زړې پیسې سوځول شوي دي.
د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې د هېواد له شمال او شمال ختیځو ولایتونو څخه راټولې شوې وې.
د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې زر، پنځه سوه، یو سل، پنځوس، شل او لس افغانۍ شاملې دي.