د هېواد مرکزي بانک په مزارشریف کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو زړې راټولې شوې پیسې د سوځولو خبر ورکړی دی.
په مزارشريف کې د څه دپاسه يو ميليارد زړو افغانيو سوځول
2 اسد 1403 ساعت 14:27
د هېواد مرکزي بانک په مزارشریف کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو زړې راټولې شوې پیسې د سوځولو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له یو میلیارد افغانیو څخه زیاتې زړې پیسې سوځول شوي دي.
د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې د هېواد له شمال او شمال ختیځو ولایتونو څخه راټولې شوې وې.
د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې زر، پنځه سوه، یو سل، پنځوس، شل او لس افغانۍ شاملې دي.
د مطلب کود: 294015