کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر: په دوحه کې څلورمه غونډه را روانه ده

2 اسد 1403 ساعت 13:42

په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر له یو شمېر خبریالانو سره په یوه مجازي ناسته کې د دوحې د څلورمې ناستې د ترسره کېدو اعلان وکړ.


آوا - کابل: په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کارین ډیکر له خبریالانو سره په یوه مجازی ناسته کې د دوحې د څلورمې ناستې د ترسره کیدو اعلان وکړ.

نوموړي په دوحه کې درېيمې غونډې ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې د دې غونډې ګډونوالو سرپرست حکومت ته خبردارى ورکړ، چې افغانستان به د نيمايي نفوس په ويستلو سره پرمختګ ونه کړي.

دغه امریکايي چارواکي د وخت او د هغې د ګډونوالو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده چې د دوحې دریمه ناسته د ۲۰۲۴ کال د جولای په لومړۍ نیټه د سیمې او نړۍ د ډیرو هیوادونو د خاصو استازو او د اسلامي امارت د پلاوي په شتون سره ترسره شوه.


د مطلب کود: 294009

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294009/په-افغانستان-کې-د-امریکا-سفارت-شارژدافیر-دوحه-څلورمه-غونډه-روانه-ده

آوا
  https://www.avapress.com