کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید ته د ځینو چینایي پانګوالو لېوالتیا

2 اسد 1403 ساعت 14:25

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید او د کرنې د ټکنالوژۍ په برخه کې د یو شمېر چینایي پانګوالو لېوالتیا اعلان کړې ده.


آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو شمېر چینايي پانګوالو د دغه وزارت د صنایعو له وزیر مولوي احمدالله زاهد سره په کتنه کې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید او د کرنې د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال هم له دوی سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

بايد يادونه وشي چې چين د هېواد د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پانګونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د امنیت له تامین وروسته ډېرو هېوادونو په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


د مطلب کود: 294014

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294014/په-افغانستان-کې-د-لمریزې-برېښنا-تولید-ته-ځینو-چینایي-پانګوالو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.com