کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت په بهر کې د میشتو افغانانو د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه

2 اسد 1403 ساعت 14:31

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال د دفتر عمومي رييس د ابن سينا ​​د څېړنيز او پراختيايي مرکز له مشر سره په کتنه کې په بهر کې له مېشتو افغانانو او نړيوالو خيريه موسسو څخه وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د خلکو لپاره کار وکړي.


آوا - کابل: درئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د دفتر عمومي رييس مولوي ذاکر الله ذاکر د ابن سينا ​​د څېړنيز او پراختيايي مرکز له مشر سره په کتنه کې په بهر کې له مېشتو افغانانو او نړيوالو خيريه موسسو څخه وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د خلکو لپاره کار وکړي.

په دې کتنه کې د ابن سینا د څیړنیز مرکز مشر وویل چې یو شمیر بهرني پانګوال او کارپوهان چمتو دي چې افغانستان ته راشي او افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

مولوي ذاکر وویل چې اسلامي امارت د ټولو هغو پانګوالو او کارپوهانو ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی چې د افغانستان په بیارغونه کې مثبت رول لوبوي.

نوموړي په بهر کې له مېشتو افغانانو او له نړيوالو خيريه موسسو وغوښتل چې افغانستان ته راشي او دلته د خلکو لپاره کار وکړي.


د مطلب کود: 294016

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294016/اسلامي-امارت-په-بهر-کې-د-میشتو-افغانانو-بیرته-ستنیدو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com