افغان طالبانو اعلان کړی چې د بندیانو د خلاصون پر موضوع له افغان حکومت سره روانې خبرې ختموي او له کابله خپل تخنیکي ټیم بېرته ورغواړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې باید د دوی بندیان پخوا خوشي شوي وای او بین الافغاني خبرو ته باید لار هواره شوې وای.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال پیغام کې وايي، افغانان اوس له بل هر وخت سولې ته هیله من دي او باید دې برخه کې له بل هر وخت خپل منځي یووالي او پیوستون ته پام وشي.
نوموړي نوی کال د پيوستون او اصلاحاتو کال وباله او ټينګار یې وکړ چې د سولې او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید ټول سیاستوال سره يو موټی شي.
"سوله له موږ څخه زموږ د ټولو همغږي ...
طالبانو په افغانستان کي له کرونا ويروس سره په گډه مبارزه کي تياری ښودلی. په دوحه کي د هغوی د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپل تويتر کي ليکلي چي غواړي له (WHO) او نورو نړيوالو روغتيايي سازمانونو سره گډ کار وکړي.