دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 205764
روسیه کې نوی قانوني بهیر که اجرا شي ۶۷ کلن پوتین ته اجازه ور کوي چې بیا دوه ځلې ولسمشرۍ ټاکنو کې نوماند او تر ۲۰۳۶ کال واکمن شي. د چارو شنونکی ملک ستېز دا بهیر د پوتین سپینه کودتا بولي او په دې لیکنه کې پر سیمه او افغانستان د هغه د واک پایلې ارزوي.

ویلادیمیر پوتین دې وروستیو کې د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې داسې جالبه طرحه وړاندې کړې چې له ۲۰۲۴ کال وروسته یې کرملین کې واک غځولی شي.
ما یې خبرې په ځیر واورېدې. د پوتین پلویانو چې د روسیې د مخکښ ګوند او د پارلمان اکثریت جوړوي د نوموړي له وینا مخکې د دې ذهنیت منلو ته حالات برابر کړي وو.
په دې کې جذابې سیاستوالې او د نړۍ لومړنۍ ستورمزلې او د ولسي جرګې غړې والینتینا ترشکووا یو بل ګام پورته کړ او ویې ویل چې د ویلادیمیر پوتین ولسمشري له زماني قید پرته دوام وکړي.
وروسته ښاغلی پوتین په خپلو مینوالو کې ښکاره شو او خبرې یې وکړې.
د وینا پیل کې یې د اغلې ترشکووا وړاندیز په سړه سینه او مننه رد کړ او بیا یې خپل پلان وړاندې کړ، خو دا لار یې هم د شوروي کمونېست ګوند له کودتاچي مشرانو زده کړې ده، په تېره د ۹۰ لسیزې لومړیو کې د شوروي د وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف پرضد کودتايي هڅې او د شوروي له ړنګېدو وروسته د لومړي ولسمشر بوریس یلڅین کودتا چې له پارلمان پیل شوه.
 
https://avapress.com/vdcjmie8xuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته