افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د ناروې د کمېټې عمومي مشرې تاریا میګنټون واټرډیل د دایکندي د والي له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د ناروې هېواد د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د بېلابېلو هېوادونو د پام اړولو لپاره کار کوي.
ويل کيږي چې نوموړي له دې ادارې سره د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې له هراړخيزو همکاريو څخه خوښي څرګنده کړه.
د دایکنډي مرستیال والي رحمت یار هم په دغه ولایت کې د ناروې کمېټې د مرستو قدرداني وکړه او ویې ویل چې دایکندي یو محروم او غرنی ولایت دی او اساسي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي له مرستندويه بنسټونو سره د هر اړخيزو همکاريو د اعلان په ترڅ کې يادونه وکړه، چې ياد بنسټونه بايد په خپلو کارونو کې شفافيت او عدالت مراعات کړي.