افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د وږي ۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې له ۱۱۴۹ اړمنو کورنیو سره به مالي مرسته وشي. د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هم وایي، چې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږي د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې پر ۷۵۴ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې پر ۶۸۲ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هم د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د فاریاب ولایت په قرغان ولسوالۍ کې پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې د اړو کسانو ستونزې هم زياتې شوې او زياتره کورنۍ د خپلو سون توکو او خوراکي توکو د برابرولو توان نه لري.