کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۴ ولایتونو کې پر نږدې ۵ زره کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې

7 قوس 1403 ساعت 15:02

د ژمي موسم په رانژدې کېدو سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په کابل، پروان، خوست او فاریاب ولایتونو کې پر ۴۵۸۵ اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د وږي ۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې له ۱۱۴۹ اړمنو کورنیو سره به مالي مرسته وشي. د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ نغدي مرسته وویشل شوه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هم وایي، چې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږي د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې پر ۷۵۴ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې پر ۶۸۲ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هم د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د فاریاب ولایت په قرغان ولسوالۍ کې پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې د اړو کسانو ستونزې هم زياتې شوې او زياتره کورنۍ د خپلو سون توکو او خوراکي توکو د برابرولو توان نه لري.


د مطلب کود: 301410

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301410/د-هېواد-په-۴-ولایتونو-کې-پر-نږدې-۵-زره-کورنیو-خوراکي-او-غیر-توکو-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net