دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 293906
د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر یو شمېر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو لوړول
د مالیې وزارت اعلان کړی چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې پر یو شمېر وارداتي توکو تعرفه لوړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه (د سرطان ۳۱مه) د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره د  وارداتي توکو ګمرکی تعرفه لوړه کړې ده.

د دغه وزارت له خوا په خپاره شوي نوملړ کې یوازې د درملو د خامو موادو بیه له ۵،۵ سلنې څخه ۲،۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ماليې وزارت په ځينو وارداتي توکو تعرفه کمه کړې او پر ځينو يې لوړه کړې وه.
https://avapress.com/vdce7x8wpjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته