دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 293832
د ملي کانکور ازموینې پایلې به نن اعلان شي
د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو ملي اداره وايي، چې د کانکور ازموینې پایلې به نن یکشنبه د سرطان په ۳۱ مه اعلان شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو ملي اداره وايي، چې نن یکشنبه (د سرطان ۳۱مه) به د ملي کانکور ازموینې پایلې اعلان کړي.

دې څانګې نن په اکس کې د یوې خبرتیا په خپرولو سره وویل چې دا پایلې به نن سهار لس بجې اعلان شي.

د سږ کال ملي کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شوه. دا ازموینه د جوزا ۱۵مې څخه د سرطان ۲۲مې پورې دوام درلود.

سږ کال په دغه ازموينه کې نجونې بريالۍ نه شوې.
https://avapress.com/vdcc11qii2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته