کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي کانکور ازموینې پایلې به نن اعلان شي

31 سرطان 1403 ساعت 9:26

د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو ملي اداره وايي، چې د کانکور ازموینې پایلې به نن یکشنبه د سرطان په ۳۱ مه اعلان شي.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو ملي اداره وايي، چې نن یکشنبه (د سرطان ۳۱مه) به د ملي کانکور ازموینې پایلې اعلان کړي.

دې څانګې نن په اکس کې د یوې خبرتیا په خپرولو سره وویل چې دا پایلې به نن سهار لس بجې اعلان شي.

د سږ کال ملي کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شوه. دا ازموینه د جوزا ۱۵مې څخه د سرطان ۲۲مې پورې دوام درلود.

سږ کال په دغه ازموينه کې نجونې بريالۍ نه شوې.


د مطلب کود: 293832

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293832/د-ملي-کانکور-ازموینې-پایلې-نن-اعلان-شي

آوا
  https://www.avapress.com