د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی او روان وضعیت د ژوند او کاروبار پر ډېرو برخو ناوړه اغېز کړی دی. دې مطلب کې د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس په اړه وروستی حال موندلی شئ.
د پاکستان د د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان او ایران سره د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره به ټولې ځمکنۍ لارې له راتلونکې دوشنبې وتړي.
دا پریکړه د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په ډاګه شوه.
د کندهار د عامي روغتیا ریاست له لوري ۴۵ ټنه بې کیفیته او تر وخت تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول سول.
د یادو نیول سویو بې کیفیته او تر وخت تیرو توکو د سوځولو پر مهال په سیمه کي کندهار والي حیات الله حیات، د عامي روغتیا رئیس ډاکټرمحمد طاووس اشرف نادري، د ملي امنیت رئيس تورن جنرال نظرشاه خان ساپي او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.
د عامي روغتیا ...