دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 207602
افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کومیټې ویلي، هغه شل تنه افغان امنیتي سرتېري چې یکشنبه د طالبانو لخوا خوشي شوي وو، دوی په کندهار کې د والي دفتر ته سپارلي دي. افغانستان کې د سره صلیب ادارې مشر وان پېډرو شیئرر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی په دې چاره کې بې طرفه وو او غوښتل یې چې بندیان په خوندي توګه خپلو کورنیو ته ورسېږي.

نوموړي لیکلي، که په راتلونکي کې هم اړوندې خواوې ورنه په دې چاره کې مرسته وغواړي نو دوی به مرستې ته چمتو وي.
کندهار کې افغان چارواکو منلې ده چې دا شل تنه بندیان دوی ته سپارل شوي دي او دا مهال د ولایت په ماڼۍ کې دي.
ځایي چارواکي همدا راز وایي چې دا کسان به له تثبیت وروسته د دوشنبې پر ورځ یوه رسنیز کنفرانس کې را څرګند شي او وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
وسله والو طالبانو یکشنبه د هغو شل تنو د خوشي کېدو انځورونه رسنیو سره شریک کړي دي چې دوی یې د افغان حکومت کسان بولي.
 
https://avapress.com/vdccxmqii2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته