دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 207526
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر د جمعې (د اپریل ۱۰) ماښام سره کتلي دي.

د دې دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټويټ کې ویلي، په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر پلې کېدو او په دې برخه کې د "شویو سرغړونو په اړه تفصیلي" خبرې شوې دي.
ښاغلی شاهین وايي، په دې غونډه کې غوښتنه شوې چې په غیر جنګي سیمو کې دې د بریدونو او چاپو مخه ونیول شي.
نوموړي په ټویټ کې لیکلي: "په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه".
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لېګیټ رسنیو ته منلې چې ښاغلي میلر د طالبانو له استازو سره کتلي او وايي چې په دې لیدنه کې تاوتریخوالي د کمولو پر اړتیا خبرې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdchiqni-23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته