کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکايي ځواکونو قوماندان قطر کې له طالب استازو سره کتلي

24 حمل 1399 ساعت 10:31

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر د جمعې (د اپریل ۱۰) ماښام سره کتلي دي.



د دې دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټويټ کې ویلي، په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر پلې کېدو او په دې برخه کې د "شویو سرغړونو په اړه تفصیلي" خبرې شوې دي.
ښاغلی شاهین وايي، په دې غونډه کې غوښتنه شوې چې په غیر جنګي سیمو کې دې د بریدونو او چاپو مخه ونیول شي.
نوموړي په ټویټ کې لیکلي: "په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه".
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لېګیټ رسنیو ته منلې چې ښاغلي میلر د طالبانو له استازو سره کتلي او وايي چې په دې لیدنه کې تاوتریخوالي د کمولو پر اړتیا خبرې شوې دي.
 


د مطلب کود: 207526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207526/د-امریکايي-ځواکونو-قوماندان-قطر-کې-له-طالب-استازو-سره-کتلي

آوا
  https://www.avapress.com