دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 207518
کورونا وېروس: د روغتیا نړیوال سازمان هیله مندي او خبرداری
د روغتیا نړیوال سازمان له هیله بخښونکو خبرونو سره چې وايي، ګواښ به کابو شي، خبرداری هم ورکړی چې د کوربندۍ او تړلي ژوند سره دې لا نوره ګوزاره وشي، داسې چې هېوادونه باید نورهم له احتیاطه کار واخلي. دغه سازمان ویلي، د نړۍ د نیمو خلکو ژوند ټکنی شوی، محدودیتونه لګېدلي او د ډېرو اقتصاد زیانمن شوی، خو لا نور احتیاط ته اړتیا ده ځکه کورونا له سل زرو ډېر خلک مړه کړي.

د روغتیا دنړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس بي بي سي ته وویل، باید نورو مخې ته کېدونکو ګواښونو ته ځیر واوسو.
''موږ په ډېرو هیوادونو کې وینو چې د ناروغۍ د خپریدا حالت لا هم کابو نه دی او پر ژوندانه یې پراخ اغېز پریستی، نو هرکله که دغه ځای یاست ځانونه مه خرابوئ، یو بل ته ډېر مه نږدې کېږئ، پوهیږئ، وايي پاکوالی ډېر ښه بلل شوی؟ نو تاسو چې وایاست دوام ورکوو سختې ورځې هم دي او وخت به ولګېږي چې حالت سمې خواته لاړ شي. پوهیږئ، د ناروغیو دا وړ خپرېدا درې ورځو کې دوه چنده لوړشوی خو بېرته د دې شمېرو کابو کول له ۱۰ تر ۱۴ ورځې غواړي. ''
بل لور ته د کورونا وېرو س له امله پرېکړه شوې چې د نیویارک ښار ټول ښوونځي د روان کال تر پایه وتړل شي او په برتانیا کې د دې وبا له امله بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۹۰۰ ناروغان مړه شوي او له پنځو زرو زیاتې نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcizyarvt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته