دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 207522
اپل او ګوګل تکنالوژۍ شرکتونو هوکړه کړې چې په ګډه داسې تکنالوژي چمتو کړي چې خلکو ته وښيي چې پر کورونا له اخته کسانو سره یې اړیکه یا تماس لرلي دي او که نه. دوی هیله لري چې نورو اپلیکېشونه سره مرسته وکړي چې په اغېزمنه توګه د کورونا ويروس وڅاري. خو دوی په ورته وخت کې غواړي د بېلابېلو اپلیکېشنونو د ډاونلوډ اړتیا کمه کړي او په دې سره خلک وهڅوي چې د دې سېسټم کارولو ته وهڅېږي. دواړه شرکتونه په دې نظر دي چې د خصوصي حریم په پام کې نیولو سره به د هغو کاروونکو پېژندګلوي نه کوي چې په خپله خوښه په دې پروګرام کې برخه اخلي.
https://avapress.com/vdcdx50xxyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته