کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا ویروس: اپل او ګوګل له ناروغو سره د اړیکې معلومولو تکنالوژي چمتو کوي

24 حمل 1399 ساعت 10:28

اپل او ګوګل تکنالوژۍ شرکتونو هوکړه کړې چې په ګډه داسې تکنالوژي چمتو کړي چې خلکو ته وښيي چې پر کورونا له اخته کسانو سره یې اړیکه یا تماس لرلي دي او که نه.

دوی هیله لري چې نورو اپلیکېشونه سره مرسته وکړي چې په اغېزمنه توګه د کورونا ويروس وڅاري. خو دوی په ورته وخت کې غواړي د بېلابېلو اپلیکېشنونو د ډاونلوډ اړتیا کمه کړي او په دې سره خلک وهڅوي چې د دې سېسټم کارولو ته وهڅېږي.

دواړه شرکتونه په دې نظر دي چې د خصوصي حریم په پام کې نیولو سره به د هغو کاروونکو پېژندګلوي نه کوي چې په خپله خوښه په دې پروګرام کې برخه اخلي.



د مطلب کود: 207522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207522/کورونا-ویروس-اپل-او-ګوګل-له-ناروغو-سره-د-اړیکې-معلومولو-تکنالوژي-چمتو-کوي

آوا
  https://www.avapress.com