دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 207520
د افغانستان پلازمېنه کابل د دوو اونیو لپاره قرنطين شو. د کابل والي یعقوب حیدري یوې خبري غونډې ته وویل، په دغه ښار کې به له وړاندې محدود شوی تګ راتګ د کورونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د ده په ټکو په قرنطین بدلوي.


د کابل والي د شنبېپه ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، روانه او راتلونکې اونۍ به پلازمېنه د دغه ویروس د لا خپرېدو له وېرې قرنطين کړي.
هغه پروان، کاپیسا، میدان وردګو او لوګر کې پلازمېنې کابل ته د غځېدلو لویو لارو د تړل کېدو خبر هم ورکړ.
د کابل والي یعقوب حيدري زیاته کړه، یوازې د لومړنیو توکو لېږدوونکي ګاډي به پلازمېنې کابل ته پرېښودل کېږي او د ده په ټکو ۳۰ ټيمونه يې ګومارلي چې په پلازمېنه کې به د مرستو او د دولتي تدابیرو څرنګوالی څاري.
 
https://avapress.com/vdcb5zb5grhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته