کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: کابل ښار دوه اوونیو لپاره قرنطين شو

24 حمل 1399 ساعت 10:27

د افغانستان پلازمېنه کابل د دوو اونیو لپاره قرنطين شو. د کابل والي یعقوب حیدري یوې خبري غونډې ته وویل، په دغه ښار کې به له وړاندې محدود شوی تګ راتګ د کورونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د ده په ټکو په قرنطین بدلوي.




د کابل والي د شنبېپه ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، روانه او راتلونکې اونۍ به پلازمېنه د دغه ویروس د لا خپرېدو له وېرې قرنطين کړي.
هغه پروان، کاپیسا، میدان وردګو او لوګر کې پلازمېنې کابل ته د غځېدلو لویو لارو د تړل کېدو خبر هم ورکړ.
د کابل والي یعقوب حيدري زیاته کړه، یوازې د لومړنیو توکو لېږدوونکي ګاډي به پلازمېنې کابل ته پرېښودل کېږي او د ده په ټکو ۳۰ ټيمونه يې ګومارلي چې په پلازمېنه کې به د مرستو او د دولتي تدابیرو څرنګوالی څاري.
 


د مطلب کود: 207520

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207520/کورونا-وېروس-کابل-ښار-دوه-اوونیو-لپاره-قرنطين-شو

آوا
  https://www.avapress.com