وروسته له هغه چې طالبانو وويل، که د دوی له نوملړ سره سم بنديان خوشې نه شي نو ټول افغاني خبرې به پيل نه کړي.
افغان حکومت ويلي هغه طالب بنديان به خوشې نه کړي چې لوی جنايي جرمونو او بريدونو کې ښکېل دي او خطرناک دي.
د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل وايي، طالبانو د هغو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې جنايي جرمونو کې ښکېل دي.
امریکا په رسمي توګه د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو غوښتنه کړې.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت ملګرو ملتونو ته غوښتنلیک لېږلی او په هغه کې یې رسما د روغتیا له نړیوال سازمان د امریکا د وتلو غوښتنه کړې ده.
امریکا وایي، چې د کرونا ویروس د پراختیا پر مهال دغه سازمان د نړیوالو پر ځای له چین سره دېره خواخوږي کړې او له خلکو سره یې پر ...