ترکيې چارواکي وايي، داسې کروز مزايل يې ازمايلي دی، چې سمندري اهداف په اسانۍ سره په نښه کولی شي.
د دفاعي ځواک د صنايعو مدير اسماعيل دمير رسنيو ته ويلي، تازه ازمايل شوي توغندي کولی شي په دوه سوه مترۍ کې سمندري اهداف په نښه کړي.
د ځايي چارواکو په خبره دا يوه بريالۍ ازموينه وه.