افغان غږ خبری آژانس: د جاپان یومیوری ورځپاڼی د امریکا او جاپان د تصمیم په هکله د جاپان د اټومی دفاع په برخه کی د امریکا متحده ایالاتو د ژمنو په هکله د سند د چمتو کولو خبر ورکړی دی.
هغه اقدامات چې متحده ایالات ممکن د سولې او اضطراري حالت په وخت کې ترسره کړي، او همدارنګه د هغو شرایطو مشخص کول چې متحده ایالات ممکن د دریم هیوادونو په وړاندې غچ اخیستونکي اقدامات وکړي؛ دا به په دې سند کې د بحث شویو ټکو څخه وي. په دې سند کې به د درېیمو هېوادونو پر وړاندې د امریکا د اقدام څرنګوالی هم مشخص شي.
له جاپان سره د امریکا اټومي مرسته په داسې حال کې کېږي، چې امریکا د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان هیروشیما او ناګاساکي په اټومي بمونو په نښه کړي وو. په ۱۹۴۵ کال کې پر دغو سیمو له بمبارۍ وروسته په زرګونه کسان سمدستي ووژل شول او د همدې کال تر پایه ۱۴۰ زره نور ووژل شول.