کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا او جاپان به ډیر ژر د اټومي دفاعي سند لاسلیک کړي

1 اسد 1403 ساعت 8:55

رسنیو راپور ورکړی چې امریکا او جاپان د اټومي دفاعي سند لاسلیک کوي چې پر اساس یې امریکا ژمنه کوي چې د اټومي وسلو د ګواښونو په وړاندې د جاپان دفاع وکړي.


آوا: د جاپان یومیوری ورځپاڼی د امریکا او جاپان د تصمیم په هکله د جاپان د اټومی دفاع په برخه کی د امریکا متحده ایالاتو د ژمنو په هکله د سند د چمتو کولو خبر ورکړی دی.

هغه اقدامات چې متحده ایالات ممکن د سولې او اضطراري حالت په وخت کې ترسره کړي، او همدارنګه د هغو شرایطو مشخص کول چې متحده ایالات ممکن د دریم هیوادونو په وړاندې غچ اخیستونکي اقدامات وکړي؛ دا به په دې سند کې د بحث شویو ټکو څخه وي. په دې سند کې به د درېیمو هېوادونو پر وړاندې د امریکا د اقدام څرنګوالی هم مشخص شي.

له جاپان سره د امریکا اټومي مرسته په داسې حال کې کېږي، چې امریکا د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان هیروشیما او ناګاساکي په اټومي بمونو په نښه کړي وو. په ۱۹۴۵ کال کې پر دغو سیمو له بمبارۍ وروسته په زرګونه کسان سمدستي ووژل شول او د همدې کال تر پایه ۱۴۰ زره نور ووژل شول.


د مطلب کود: 293904

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293904/امریکا-او-جاپان-ډیر-ژر-د-اټومي-دفاعي-سند-لاسلیک-کړي

آوا
  https://www.avapress.com