افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د لغمان له والي شیخ شیر احمد حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر د شاهی کانال د پروژې په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د دغه وزارت له بودجې څخه به ډېر ژر د شاهی کانال د جوړولو عملی چارې پیل شی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د انرژۍ او اوبو وزارت په هېواد کې د اوبو د يو شمېر پروژو د پيل اعلان کړى و.