افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې نن (یکشنبه د سرطان ۳۱مه) په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، پنجشیر، پروان، ننګرهار، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د واورې ورښت وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځايونو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي متري پورې د باران اټکل کړی دی.
دغه رياست همداراز وايي، د سالنګ په ګډون په شمالي، لويديځو، سوېل، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د قوي بادونو د ورېدو امکان شته، چې سرعت يې په يو ساعت کې له ٥٠ څخه تر ٩٠ کيلومترو پورې اټکل شوى دى.
پرون د پنجشېر او پروان په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سخت بارانونه وشول او په دغو ولايتونو کې سېلابونو زيانونه واړول.