افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۹۱۹ او د زخمیانو شمیر ۸۹ زره ۶۲۲ ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې څلور حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۳۷ کسان شهیدان او ۵۴ نور ژوبل شول.
باید وویل شي، چې د شهیدانو او ټپیانو نږدې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
په همدې حال کې د غزې تړانګې په شمال کې د فلسطیني خبریال محمد جاسر، د هغه مېرمن او دوه ماشومان د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
د غزې په شمال کښې د جبالیه په کمپ کښې د العالمي په سیمه کښې د محمد ابوجسر له خپلې کورنۍ سره له شهادت وروسته د خبریالانو د شهیدانو شمېر ۱۶۱ تنو ته لوړ شو.