دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 293830
په پروان کې بمي چاودنې دوه تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي
د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند فضل رحیم مسکینیار وايي، په دغه ولایت کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د پروان د مرکز چاریکارو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د "سارک نمبر" په سیمه کې د اوسپنې په یوه دوکان کې شوې ده.

مسکينيار وايي، د دې پېښې ټپيان چې ډېرى يې د ننګرهار اوسېدونکي دي، د درملنې په موخه د پروان ولايتي روغتون او د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د لومړنيو څېړنو له مخې، چاودنه د اوسپنې د سکريپ په منځ کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
https://avapress.com/vdcaeenuw49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته