دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 293838
د عامې روغتیا سرپرست وزیر سویس ته روان شو
د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت د سرپرست نورجلال جلالي سفر د روغتیا د نړیوال سازمان په غونډه کې د ګډون په هدف سویس ته شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرسته نورجلال جلالي د روغتیا د نړیوال سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته تللی دی.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، جلالي د روغتیا د نړیوال سازمان له مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس سره په افغانستان کې د "د ساري ناروغیو د کنټرول، د پولیو د له منځه وړلو او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، شفافیت او کیفیت" په اړه خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د کموالي له امله د هېواد روغتیايي سیستم د مالي سرچینو د کموالي په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.
https://avapress.com/vdcipparvt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته