کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کې بمي چاودنې دوه تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي

31 سرطان 1403 ساعت 9:19

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند فضل رحیم مسکینیار وايي، په دغه ولایت کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د پروان د مرکز چاریکارو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د "سارک نمبر" په سیمه کې د اوسپنې په یوه دوکان کې شوې ده.

مسکينيار وايي، د دې پېښې ټپيان چې ډېرى يې د ننګرهار اوسېدونکي دي، د درملنې په موخه د پروان ولايتي روغتون او د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د لومړنيو څېړنو له مخې، چاودنه د اوسپنې د سکريپ په منځ کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.


د مطلب کود: 293830

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293830/په-پروان-کې-بمي-چاودنې-دوه-تنه-وژلي-او-شپږ-نور-يې-ټپيان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com