دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 293596
په عمان کې د حسیني عزادارانو پر مراسمو برید شوی دی
خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې د عمان د پلازمینې مسقط ښار په شاوخوا کښې د ماتم په مراسمو باندې وسله وال برید یو شمیر کسان شهید او ژوبل کړل .
افغان غږ خبری آژانس: د عمان پلازمینې مسقط ته څیرمه د متراه ولسوالۍ د وادي الکبیر په سیمه کې د حسیني عزادارانو پر مراسمو برید شوی، چې له امله یې ګڼ شمیر کسان شهید شوي او ټپیان شوي دي.
د عمان پولیسو په یوه بیان کې د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې په ډزو کې څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وضعیت د مخنیوي لپاره ټول امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي تدابیر او لازمې پلټنې به وشي.
په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د وسله وال برید عکسونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.
د برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
https://avapress.com/vdcjhte8muqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته