کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په عمان کې د حسیني عزادارانو پر مراسمو برید شوی دی

26 سرطان 1403 ساعت 12:14

خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې د عمان د پلازمینې مسقط ښار په شاوخوا کښې د ماتم په مراسمو باندې وسله وال برید یو شمیر کسان شهید او ژوبل کړل .


آوا: د عمان پلازمینې مسقط ته څیرمه د متراه ولسوالۍ د وادي الکبیر په سیمه کې د حسیني عزادارانو پر مراسمو برید شوی، چې له امله یې ګڼ شمیر کسان شهید شوي او ټپیان شوي دي.
د عمان پولیسو په یوه بیان کې د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې په ډزو کې څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وضعیت د مخنیوي لپاره ټول امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي تدابیر او لازمې پلټنې به وشي.
په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د وسله وال برید عکسونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.
د برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.


د مطلب کود: 293596

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293596/په-عمان-کې-د-حسیني-عزادارانو-پر-مراسمو-برید-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com