افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د ترکیې د کانونو، سوداګرو او پانګوالو له یوه پلاوي سره وکتل. .
په دې کتنه کې ترکي پلاوي د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو، مرمرو او مرمر ډبرو په کانونو کې له پانګونې او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې ودې په برخه کې د خپلې لېوالتیا څرګندونه وکړه او د اکتشاف او استخراج په برخه کې یې خپلې تجربې شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې پانګوالو ته افغانستان د منرالونو له پلوه د یوه بډایه هېواد په توګه معرفي کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکي پانګوالو د پانګونې هرکلی وکړ او د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې یې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.