افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سرطان له ۲۷ څخه تر ۲۹ نیټې پورې د نیمروز ولایت د ورېښمو د پله، د هرات ولایت د اسلام کلا او تورخم له لارې د ۴۲۳۳ کډوالو د راستنیدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې د ۳۹۷ کسانو په ګډون ۷۲ کورنۍ او د سپین بولدک له لارې د ۳۳۲ کسانو په ګډون ۶۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه راز د هرات ولایت له اسلام قلعه بندر څخه ۱۳۰۷ تنه او د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۱۷۷ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه راستانه شوي کډوال د مرستې لپاره له نوم ليکنې وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او هرې کورنۍ ته د يادې کړنلارې له مخې مرسته وشوه.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د بې اسنادو کډوالو د ويستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.