کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو دریو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې څلور زره کډوال هیواد ته راستانه شوي دي

31 سرطان 1403 ساعت 9:33

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې څه باندې څلور زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سرطان له ۲۷ څخه تر ۲۹ نیټې پورې د نیمروز ولایت د ورېښمو د پله، د هرات ولایت د اسلام کلا او تورخم له لارې د ۴۲۳۳ کډوالو د راستنیدو خبر ورکړی دی. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې د ۳۹۷ کسانو په ګډون ۷۲ کورنۍ او د سپین بولدک له لارې د ۳۳۲ کسانو په ګډون ۶۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه راز د هرات ولایت له اسلام قلعه بندر څخه ۱۳۰۷ تنه او د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۱۷۷ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه راستانه شوي کډوال د مرستې لپاره له نوم ليکنې وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او هرې کورنۍ ته د يادې کړنلارې له مخې مرسته وشوه. 

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د بې اسنادو کډوالو د ويستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.


د مطلب کود: 293835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293835/په-تیرو-دریو-ورځو-کې-له-پاکستان-او-ایران-څخه-څه-باندې-څلور-زره-کډوال-هیواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com