دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 293866
د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې
د اسلامي امارت د آزموینو ملي ادارې نن (یکشنبه د سرطان ۳۱مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
افغان غږ خبری آژانس:  د اعلان شویو پایلو له مخې د کابل ولایت اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور په عمومي ازموینه کې لومړی ګټونکی اعلان شو.

د بلخ ولایت سید حمید هاشمي د ۳۵۷.۷۱ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړی دی.

د یادولو وړ ده چې سید حامد هاشمي په ۳۵۷.۷۱ نمرو سره د کابل طبي پوهنتون ته داخل شوی دی.

په همدې ترتیب په دې ازموینه کې د فراه ولایت شفیع الله نظامي، د لغمان ولایت محمد نعمان اعظمي، د هرات ولایت صفي الله مهاجر درېیم، څلورم او پنځم مقام خپل کړی دی.
https://avapress.com/vdcjmte8muqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته