د اسلامي امارت د آزموینو ملي ادارې نن (یکشنبه د سرطان ۳۱مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې
31 سرطان 1403 ساعت 13:28
د اسلامي امارت د آزموینو ملي ادارې نن (یکشنبه د سرطان ۳۱مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
آوا: د اعلان شویو پایلو له مخې د کابل ولایت اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور په عمومي ازموینه کې لومړی ګټونکی اعلان شو.
د بلخ ولایت سید حمید هاشمي د ۳۵۷.۷۱ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړی دی.
د یادولو وړ ده چې سید حامد هاشمي په ۳۵۷.۷۱ نمرو سره د کابل طبي پوهنتون ته داخل شوی دی.
په همدې ترتیب په دې ازموینه کې د فراه ولایت شفیع الله نظامي، د لغمان ولایت محمد نعمان اعظمي، د هرات ولایت صفي الله مهاجر درېیم، څلورم او پنځم مقام خپل کړی دی.
د مطلب کود: 293866