دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 293887
یو شمیر هیواد ته راستانه شویو شخصیتونو ته د معافیت کارتونه وویشل شول
د افغانستان له مشهورو شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د سرپرست حکومت له خوا د بخښنې له اعلان او په افغانستان کې د امنیت له رامنځته کېدو وروسته یو شمېر هغو شخصیتونو ته د معافیت د کارتونو د وېش خبر ورکړ چې؛ هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنیدو د کمیسیون د اعلان سره سم، دغه کمیسیون وايي چې نن د لومړي وزیر د پخواني مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد زوی او لور د افغانستان د پخوانۍ ادارې د KPF د څانګې یو شمیر غړو په خوست ولایت کې د معافیت کارتونه ویشلي دي چې په دې وروستیو کې له امریکا څخه راستانه شوي او همدارنګه یو شمیر نورو شخصیتونو ته چې له بیلابیلو هیوادونو څخه هیواد ته راستانه شوي دي.

د دغه کمیسیون د دارالانشا رئیس مولوي ذاکر دوی ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هر افغان عزت په خپل وطن کې خوندي دی.

د دغه کميسيون د دارالانشا رييس د سرپرست حکومت له خوا د عمومي عفوې اعلان ته په اشارې سره زياته کړه چې په افغانستان کې د هوسا او سوکاله ژوند شرايط برابر شوي او هيڅوک د خپلې پخوانۍ دندې له امله له ګواښ سره مخامخ نه دي.

بل خوا راستنېدونکو شخصيتونو له افغان شخصيتونو سره د اړيکو له امله له کمېسيون څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان ته د دوى له راتګ او شته امنيت څخه خوښ دي.

د يادونې وړ ده، چې دوى په افغانستان کې د امنيت ټينګښت بې سارى وباله او زياته يې کړه، چې ټول افغانان يې په ګډه د ټينګښت مسووليت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د راستنېدونکو شخصيتونو په وينا، په بهر کې مېشت افغانان د اوسني امنيت له تامينولو وروسته هېواد ته د راستنېدو لېوال دي.
https://avapress.com/vdcc41qim2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته