افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په دغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه وویل چې په بهر کې په میلیونونو افغان کډوال شته او د هغوی خدمت کول زموږ دنده ده.
هغه زیاته کړه، د کډوالو چارو وزارت توانېدلی چې سلګونه زره راستانه شوي کډوال خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدوي او دوی ته اساسي بشري خدمات وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ په جدي توګه روانه ده.