د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په تخار ولایت کې په یوه غونډه کې له خلکو او کورنیو او نړیوالو مرستندویه موسسو څخه وغوښتل چې له پاکستان او ایران څخه د راستنیدونکو کډوالو په چارو کې همکاري وکړي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېر کال کې له سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه څه باندې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت په نورو هېوادونو کې له مېشتو ټولو افغان کډوالو غوښتي، چې هېواد ته ستانه شي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي، د سوداګرو ژوند او مالي امنیت د اسلامي امارت له لوري تضمین شوی او له همدې امله باید افغان سوداګر، صنعتکاران او کډوال هېواد ته راستانه شي.