افغان غږ خبری آژانس: هرات: د مهاجرینو د موقتي هستوګنې د کمیټې رئیس مولوي عبدالرحمن راشد وايي، دوی هڅه کوي چې د مهاجرینو ټولې ستونزې د موقتي هستوګنې په چوکاټ کې حل کړي او په دې برخه کې د مهاجرو لپاره کمپونه او استوګنځایونه هم پلان شوي دي.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت معين له ګاونډيو هيوادونو څخه وغوښتل چې دراتلونکي ژمي له امله له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او ويې ويل چې مهاجرين دې تر يو څه وخت پورې په افغانستان کې وساتي.
دغه راز د هېواد د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز رييس مولانا نعيم الحق حقاني په هرات کې د دغه کميسيون د عامه پوهاوي د کميټې د پيل خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه کميټه هڅه کوي چې خپل ليدلوري ژر تر ژره خلکو ته ورسوي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه: رسنۍ د عامه پوهاوي په کمېټه کې مهم رول لري او باید خلکو ته معلومات او حقایق ورسوي.
په همدې حال کې د هېواد په کچه د مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره یو کمیسیون جوړ شوی چې د مهاجرینو اساسي ننګونې حل کړي.